د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد کې له چارواکیو سره ولیدل


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن سېشنبه اسلام اباد ته تللی دی. نوموړي د پاکستان بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قرېشي او سېکرېټرې تهمينه جنجوعه سره ولیدل.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال د ځايي چارواکیو د معلوماتو له مخې خبر راکوي چې خلیلزاد به له لوړ پوړیو پوځي او ولسي چارواکیو سره د لیدو پر مهال دا غوښتنه کوي چې له افغان حکومت سره د خبرو لپاره دې د طالبانو په چمتو کولو کې خپل رول ولوبوي.

نوموړی همدا راز دا غوښتنه هم تکرارولی شي چې د پاکستان خاوره دې د افغانستان خلاف استعمالېدو ته پرېنښودل شي.

خلیلزاد د یکشنبې پر ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي او هغه ته یې باور ورکړی و چې د امریکا حکومت او ولس د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

تمه ده چې زلمی خلیلزاد به په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په ترڅ کې پر پاکستان سربیره متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عرب ته هم ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG