د لاسرسي ځای

تازه خبر

تادامیچي: افغانان دې په انتخاباتو کې ګډون وکړي


ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچی یاماماتو
ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچی یاماماتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر ((یوناما)) له افغانانو غوښتي چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خپل حق دفاع وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروم لتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په یوه بیان کې چې نن د یوناما دفتر خپور کړ ویلي، دا د افغانستان د ښځو او نارینه وو اساسي بشري حق دی چې خپل حکومت او مشران د ازادو انتخاباتو له لارې غوره کړي.

هغه ټینګار کوي چې افغان فعالان باید د دې اساسي حق ساتنه وکړي تر څو خلک وکولی شي چې له ګواښ، ډار، خنډ او ځنډ پرته خپله رایه وکاروي. یاماموتو وايي، ډېره مهمه ده چې انتخابات په ټاکلي وخت یعنې د اکتوبر پر ۲۰مه وشي.

د یوناما مشر دا وینا وروسته له هغه کوي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ پر انتخاباتي پرسې د ګډوډولو او بريدونو ګواښ وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG