د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد چاودنې افغان هندوان او سیکان بې‌ سرپرسته کړل


کابل - افغان هندوان او سیکان وايي، د جلال‎اباد په چاودنه کې يې د سر مشران وژل شوي او دوی یې بې‌سرپرسته شوي دي.

په افغانستان کې دا ځل چاودنې داسې خلک په نښه کړي چې په دولت کې څه خاصه ونډه نه‎لري، لازمه حکومتي پاملرنه ورته نه‎ ده شوې او وخت په وخت د خلکو له‎خوا ځورول شوي دي.

افغان هندوان او سیکان وايي چې له‎دې ټولو سره دوی ځان د دې ټولنې یوه نه‌بېلېدونکي برخه ګڼي، خو وروستۍ چاودنې چې دوی یې پلان شوې ګڼي، وېرولي دي.

نرېندر سینګ خالصه چې پلار يې اوتار سینګ خالصه د سیکانو د ټولنې مشر و، خو اوس د دوی په منځ کې نه‌ شته د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان هندوانو او سیکانو د جلال‎اباد په چاودنه کې د سر مشران له لاسه ورکړي او دوی ټول بې‌سرپرسته شوي دي.

نوموړی وايي:

"که موږ هر څه او هر عدالت هم وغواړو نه‌کېږي، ځکه چې دا افغانستان دی، یوازې خبرې درته کوي چې موږ به ستاسې لپاره دا دا وکړو. په حقیقت کې موږ ټول مشران له لاسه ورکړل، نور موږ نه کوم رئیس او نه کوم مشر لرو، ټول دکانداران پاتې یو چې په ۱۰-۱۲ زره افغانیو کار کوو، نور دلته موږ ته څه نه‎دي پاتې."

اوتار سنګهـ خالصه د سیکانو د ټولنې مشر او راتلونکې ولسي جرګې ته کاندید او د دوی د ټولنې لومړی مرستیال راجیت سینګ د وژل شویو ۱۷ افغان هندوانو او سیکانو په منځ کې دي.

په‎ دغه ځانمرګي برید کې چې په دوشنبه د جلال‎اباد ښار په مخابراتو چوک کې وشو، د افغان هندوانو او سیکانو تر څنګ دوه نور افغان وګړي هم پکې وژل شوي دي.

دا پر افغان هندوانو او سیکانو بې‌سارې حمله ګڼل شوې چې په پراخه کچه غبرګونونه‌ يې هم راپارولي دي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې له پیله مخکې دا حمله ستر جنایت وباله ويې‌ویل چې د پېښې عاملین باید پیدا او ونیول شي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

له دې سره په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو افغان فعالانو د دغې پېښې په اړه ډېر څه لیکلي او د وژل شویو افغان هندوانو او سېکهانو سره‌یې غم‌شریکي کړې ده.

عزیز خان هوتک په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي:

"تر ټولو بې وزله وګړي د برید ښکار شول."

افغان لیکوال مجیب احساس بیا لیکلي:

"د ننګرهار په چاودنه کې د افغان هندوانو سیکانو وژنې وښوده چې دا ناولې جګړه د مذهب نه، بلکې د انسانیت پرضد ده."

له دې سره د ننګرهار یو مدني فعال راحت ګل زیارمل وايي، افغان هندوان او سیکان د افغانستان په تېره د ننګرهار رنګونه دي چې له ټولو محدودیتونو او نه‌پاملرنې سره سره‌ يې له مسلمانانو سره همدردي لرله.

د پېښې یو قرباني
د پېښې یو قرباني

زیارمل​ وايي:

"دوی زموږ لپاره دا خپل مذهب دومره نرم کړی و چې دوی په خپلو خاصو ورځو کې هم د مسلمانانو د مذهبي امورو لپاره په ارزښت قایله دي، همدا تېره روژه چې ګرمي زیاته وه، دوی به هر ماښام د خپل درمسال شااوخوا په مسلمانانو باندې اوبه، جوس او نور شیان وېشل، تېر کال چې په ۴۰۰ بستریز روغتون حمله وشوه، په سبا د دوی د هولي اختر وو، خو دوی د غمشریکۍ په خاطر دا اختر جوړ نه‎کړ."

نوموړی زیاتوي، بې له شکه چې دوی به وېرېدلي وي، خو افغان هندوانو او سیکانو ورته ویلي چې دا ډول پېښې به له نورو افغانانو سره د دوی په راشه درشه او کلتوري اړیکو کې هېڅ ډول منفي پدلون رانه‌ولي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG