د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير کابل ته ځي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي.

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وايي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د خالي پر ورځ په یو ورځنی سفر کابل ته ځي او له افغان چارواکو سره به دوه اړخيزه اړېکو په ګډون په مختلفو چارو خبرې وکړي.

د زيارت په ورځ اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل وویل، د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي افغانستان ته دا لومړی سفر دی او پاکستان غواړي چې له ګاونډي ملکونو سره خپلې اړيکې ښې کړي.

نوموړي وايي، ښاغلي قریشي به په دې سفر کې له خپل افغان سیال سره په مختلفو چارو خبرې کوي.

د ذکر ده چې د اګست پر ۲۰ په ایوان صدر کې د خپلې عهدې سوګند پورته کولو د پاکستان د بهرنېو چارو وزير شاه محمود قریشي مطبوعاتو ته ويلي ول په افغانستان کې امن او استحکام نه په غېر په پاکسان کې امن نشي راتلای نو د یاد ملک له بهرنیو چارو وزير سره تماس نيولو وروسته د کابل دورې خواهش لري او دواړه ملکونه دومره صلاحيت لري چې خپلمېنځي شخړې د خبرو اترو د لارې هوارې کړي.

په جلال اباد کې د پاکستان لخوا خپله کونسلګرۍ تړلو په اړه د یوې پښتنې په جواب کې ډاکټر محمد فېصل وويل، پاکستان د امنیتي اندېښنو له کبله په جلال اباد کې خپله کونسلګري په عارضي توګه تړلې ده.

د نوموړي وينا وه تر څو چې کونسلګري خلاصه نه وي نو هلته ميشت خلک کولای شي چې په کابل کې د پاکستان سفارتويزه واخلي.

د دې شخړې هوارۍ لپاره له افغانستان حکومت سره په تماس کې يو او دې لړ کې د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي له خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره ټېليفوني خبرې هم کړي او ترې غوښتنه کړې چې افغان حکومت دې د کونسلګرۍ د امنيت لپاره هغه پلان بحال کړي چې د سږ کال اګست تر ۲۸مه پورې پر ځای وو او صلاح الدين رباني په دې برخه کې د مثبت ډاډ راکړ.

د یادونې ده چې پاکستان د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې خپله کونسلګرۍ د روانې میاشتې د لومړۍ نېټې څخه تړلې ده او وايي، کونسلګرۍ به يې تر هغه وخته بنده وي تر څو چې په کابل کې د پاکستان سفارتخانې له اطمينان سره سم د امنيت انتظامات نه وي شوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG