د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اقتصادي مشاورت شورا د سختو پرېکړو سپارښتنه کړې


د پاکستان وزيراعظم عمران خان (پخوانی عکس)
د پاکستان وزيراعظم عمران خان (پخوانی عکس)

پراګ - د پاکستان د حکومت لخوا جوړې شوې د اقتصادي مشاورت شورا وزيراعظم ته وړانديز کړی چې د اقتصاد په برخه کې سختې پرېکړې وکړي او د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م مالي کال لپاره په منظور شوي کلني بجټ کې بدلون راولي. يادې شورا د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې خپله لومړنۍ غونډه وکړه.

په غونډه کې په پاکستان کې د اقتصاد پر پیاوړتيا او حکومت ته د پيسو پر سپما بحث وشو. دا ۱۸ کسيزه کمېټۍ عمران خان جوړه کړې چې ۱۱ يې غېر حکومتي اقتصاد پوهان او پاتې اووه يې لوړ پوړي حکومتي چارواکي دي. پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې په غونډه کې د کاري ډلو پر جوړلو هم بحث وشو چې د پورونو، مالي چېلنجونو او مالي تاوان په اړه به سپارښتنې وړاندې کوي. په ياده غونډه کې پر ولس د ټېکسونو زياتولو وړانديز هم وشو تر څو حکومت ته زياتې پیسې په لاس ورشي.

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي چې د ټېکسونو په زياتولو سره به حکومت په ولس کې خپل مقبوليت له لاسه ورکړي. د نوموړي په وينا د ټېکس زياتولو پر ځای د ټېکس صحيح انتظام او اصلاحات په کار دي.

((نوي حکومت مخکې لا د بجلۍ او ګېس قيمتونه زيات کړي دي او د ټېکسونو په زياتولو سره به ولس په ډېر غم او غصه کې شي. داسې اقدامات به د حکومت لپاره ګران وي. خو حکومت يو کار کولای شي چې د ټېکسونو نظام بهتر کړي، ناانصافي او غلا پکې ختم کړي، او د ټېکسراغونډولو محکمې پر چارواکو قوانين سخت کړي.))

اکرام هوتي زياتوي چې د ټېکسونو په زياتولو سره اقتصادي وده نه شي کېدلای بلکې ښه اقتصاد ټېکسونو ته وده ورکولای شي. د نوموړي په وينا پاکستان دا وخت د کرهنې، صنعت، معدن او د شيدو مصنوعاتو له کمښت سره مخامخ دی او که حکومت دغو څلورو څانګو ته پاملرنه وکړي نو اقتصاد وده کولای شي.

((په پاکستان کې زراعت وده نه کوي ځکه چې اوبه لږ دي او بلخوا له زراعت سره تړلی صنعت نشته. دويمه خبره دا ده چې په پاکستان کې د معدني وسايلو په را ايستلو کې بډي زياتې شوي دي نو خلک په دې څانګه کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. دريمه خبره دا ده چې په پاکستان کې د مشينګرۍ صنعت پرمختګ نه کوي ځکه په هغه کې هم ډېرې ستونزې دي. څلورمه خبره دا ده چې دلته د څاروو له پيو [شيدو] د جوړېدونکو مصنوعاتو توليد او نورو هېوادونو ته لېږد کم دی.))

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د روان ۲۰۱۸م کال په جولای مياشت کې له ټاکنو ګټلو وړاندې ويلي و چې لسګونه مليونه کسانو ته به د کار و روزګار مواقع ورکوي، د هېواد اقتصادي کچه به لوړوي او بهرني پورونه به دروي خو د اقتصادي چارو پوهان د پاکستان اوسني اقتصادي حالت ته په کتو سره دا اهداف تر لاسه کول ګران ګڼي.

XS
SM
MD
LG