د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ غوره لیګ، پکتیا له ننګرهاره او بلخ له کندهاره وګټله


د افغانستان د کرکټ په غوره لیګ کې پرون یکشنبه دوه لوبه وشوې.

پکتیا له ننګرهار وګټله او په دوهمه کې بلخ چې مخکېنۍ لوبه‌یې هم ګټلې وه د کندهار ټیم مات کړ.

د پرون شپې په وروستۍ لوبه کې بلخ ۱۶۵ منډې کړې وې، خو د کندهار ټیم یوازې ۱۵۲ منډې پوره کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ګلبدین نایب شو چې په څلورو اورونو کې یې څلور وېکټې واخیستې.

نوموړي وویل:

"کله چي موږ بېټنګ کاوه مقابل ټیم ډېر ښه بال وکړ، نو ما هم فکر وکړ چې که هر وار په جلا بڼه بال وکړم ښه به وي او همدا و چې وېکټې مې واخیستې. کله چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې بال کوئ نو مجبوره یئ چې هر وار خپل بال په جلا بڼه واچوئ."

افغان غوره لیګ په عربي متحده اماراتو کې د ګڼو مشهورو بهرنیو لوبغاړو په ګډون پیل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG