د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا ښوونکي وايي، دوی ته پام نه کېږي 

په خېبر پښتونخوا کې ښوونکي.
په خېبر پښتونخوا کې ښوونکي.

د اکتوبر پر پینځه د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د استادانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

د دې ورځې د لمانځلو هدف د ښوونکو یا استادانو د رول او ارزښت په ډاګه کول دي.

د خېبر پښتونخوا یو شمېر استادان وايي، ورځ یې لمانځل کېږي خو د دوی حالت ته پام نه کېږي او نه هم د نورو نوکرانو غوندې اسانتیاوې ورکړل شوې دي.

د تعلیم لپاره د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار ضیا الله بنګش وایي، استادانو ته د اسانتیاوو پیدا کولو لپاره یې پر یو پالېسۍ کار روان کړی دی.

د ضیا الله بنګش په وینا، د تنخاګانو او نورو ځایونو ته د لېږلو مسلې به یې هواروي.

XS
SM
MD
LG