د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور پوهنتون کې پولیسو یوشمېر زده کوونکي وهلي ټکولي


په پېښور پوهنتون کې د پولیسو له لوري د زده کوونکیو احتجاج تیت او پرک کولو پرمهال یوشمېر زده کونکي ژوبل شوي دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې د طالبا محاذ مشر سهېل محمود وویل چې پوليسو ورباندې تشدد کړی او ځينې ملګري يې سخت ژوبل شوي دي.

نوموړي زیاتوي چې نن د زده کونکیو يوشمېر تنظيمونو په پوهنتون کې د تعليمي فيسونو د زياتوالي، مالي او انتظامي بې قاعدګيو او په هاسټلونو د غېر-قانوني چاپو خلاف سوله ييز احتجاج کولو چې پوليسو ورباندې تشدد وکړ.

پوليسو لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو د يونيورسټۍ وياند علي عمران دومره ويلي دي چې دا وخت د څوارلسم داخلې روانې دي نو د پوهنتون دننه د هېڅ قسمه احتجاج یا غونډې اجازت نه شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG