د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې نهه تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د ننګرهار نقشه.
د ننګرهار نقشه.

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې نن پنجشنبه شاوخوا دوه بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مرکز کږې بازار کې د ولسي تړون پروګرام د همکارې موسسې برګ په دفتر کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وایي چې ټپیان دوه تنه ټپیان جلال اباد حوزوي روغتون رسول شوي او او پینځه یې د خوږیاڼو سیمه ییز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې په ټپیانو کې څلور مېرمنې هم شاملې دي.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی

XS
SM
MD
LG