د لاسرسي ځای

تازه خبر

اماراتو کې د افغانستان کرکټ غوره لیګ لوبې پیلېږي


افغان لوبغاړي د ملي سرود په احترام کې لاس پر سينه ولاړ دي
افغان لوبغاړي د ملي سرود په احترام کې لاس پر سينه ولاړ دي

د افغانستان کرکټ شل اوریزه غوره لیګ د اکتوبر پر پنځمه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي چې لومړۍ لوبه یې د کابل او پکتیا لوبډلو ترمنځ ده.

د افغانستان کرکټ ملي ټیم کپتان اصغر افغان د کرکټ مېنوالو ته له فېسبوکه د دې لوبو نندارې ته د ورتلو بلنه ورکړه.

د افغانستان په غوره لیګ کې د کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار او پکتیا لوبډلې شاملې دي. په دې ټیمونو کې ځینې نامتو بهرني لوبغاړي هم لوبېږي.

دا لوبې د شل اورونو دي او هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مخامخېږي چې د ټولو لوبو شمېر یې ۲۳ ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG