د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي: حکومت دې له پښتنو سره کړې ژمنې پوره کړي


اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې له پښتنو سره کړې ژمنې پوره کړي.

اسفندیار ولي خان زیاته کړې چې حکومت دې قبایلي سیمې نه یوازې په خیبر پښتونخوا ګډې کړي بلکې هغوی ته دې په کاشغر-ګوادر اقتصادي راهداۍ کې هم برخه ورکړي.

اسفندیار ولي خان دا خبرې د جمعې په ورځ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د خپل ګوند ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي وویل ، په تیرو څو لسیزو کې چې د پښتانه قام څومره وینه توی شوې ده هغومره په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې هم نه ده بهېدلې.

اسفندیار ولي خان پر دې ټینګار وکړ چې قبایلي سیمې باید په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

نوموړي د جمعیت علما اسلام ف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون پر هغو ټولو غاړو نیوکې وکړې چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو مخالفت کوي.

ده وویل ، چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړو نو له هغه وروسته به په پاکستان کې د پښتنو یو قامي وحدت جوړ کړو.

اسفندیار ولي خان په خپله وینا کې د پاکستان او افغانستان پر اړیکو او د سیمې پر امنیت هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل ،تر څو چې په افغانستان کې امنیت نه وي ټینګ شوی تر هغه وخته په پاکستان کې امن نشي راتلای.

اسفندیار ولي خان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور په اړه وویل ، چین ته پکار دی چې د پاکستان او افغانستان په منځ کې د سهولت کار نه بلکې د ضامن په توګه خپل کردار اداکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG