د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۲۰۰ ښځينه استادانې ګمارل کېږي


د افغانستان د هلمند نقشه.
د افغانستان د هلمند نقشه.

د افغانستان په هلمند ولايت کې د دوشبنې په ورځ د ۲۰۰ ښځينه ښوونکو يا استادانو ګمارنې لپاره په سلګونو ميرمنو امتحان ورکړ.

د هلمند د تعليم ادارې يا پوهنې رياست مشر، داود شاه سفاري نن (سېشنبه)مشال راډيو ته وويل چې ۲۰۰ استادانې د ټولو ښوونځيوو يا سکولونو ستونزه نه شي پوره کولی خو کوښښ کوي چې په کرار کرار دا تشه پوره کړي.

حکومت غواړي چې ۶۵۰ نارينه استادان هم په دندو ګماري.

په هلمند کې په ۱۴ ولسواليوو کې خوا او شا ۴۵۰ ښوونځي يا سکونه دي چې د چارواکو په وینا ۱۲۳ يې د طالبانو د جګړې له کبله تړلي پاتې دي.

XS
SM
MD
LG