د لاسرسي ځای

تازه خبر

موتي والا: پاکستان او افغانستان دې تجارت له سیاسته جلا وساتي


په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تعلقات کړکېچن شوي د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت نیمايي کم شوی دی. دې لړ کې د اتوار په ورځ د افغان سوداګرانو یو وفد هم پاکستان ته راغلی وو چې له پاکستانيو چارواکیو او سوداګرانو سره یې په دوه اړخیز تجارت زیاتولو خبرې اترې کړي دي.

د افغانستان او پاکستان د تجارت او صنایعو د ګډو خونو (جواینټ چېمبر اف کامرس اینډ انډسټریز) شریک مشر محمد زبیر موتي والا د ګل په ورځ مشال ریډیو ته وویل:

د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت دا مهال له یو اشاریه دوو نه تر یو اعشاریه درېوو اربو ډالرو پورې کېږي خو له ننه یو نیم کال وړاندې دا تجارت دوه اعشاریه اووه اربه وو. په دې اړه افغان او پاکستاني سوداګران اندېښمن دي نو ځکه د افغان سوداګرانو وفد هم اسلام اباد ته راغلی وو. موږ په زیاترو خبرو متفق یو او خپلمنځي تجارت زیاتول غواړو. دواړه خواوې په دې سلا دي چې تجارت دې له سیاسته جدا وساتل شي.

محمد زبیر موتي والا زیاتوي چې تر څو د افغانستان او پاکستان سیاستونه په خپلمنځي تجارت اغېز لري تر هغو به دا نور کمېږي چې د دواړو هېوادونو ولسونه به متاثره کوي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د تجارت او صنایعو د خونې مشر زاهد الله شنواري مشال ریډیو ته ویلي چې د افغان سوداګرو د وفد اسلام اباد ته د سفر پرمهال په دوه اړخیزو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. نوموړي زیاته کړه:

د افغان سوداګرانو په اسلام اباد کې له پاکستانيو سوداګرانو او چارواکیو سره ډېرې مثبتې خبرې شوي دي. په یوشمېر اقداماتو اتفاق شوی او هڅه کېږي که د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ تعلقات هر څومره کړکېچن وي خو د غېر حکومتي یا پرایوېټ سیکټر له لارې دې تجارت او سفارتکاري جاري وي. امید دی چې له دې سره به تجارت وده وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به پر پاک افغان پوله غلام خان بندر د تګ راتګ او تجارت په وړاندې پرانیزي، د دواړو هېوادونو سوداګرانو د دې اعلان هرکلی کړی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG