د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که پاکستان د افغان جګړې سیاسي هواری غواړي نو همکاري دې وښيي'

افغان حکومت وايي، اوس چې پاکستان د افغان جګړې سیاسي حل غواړي ښه ده چې له ترهګرۍ سره په مبارزه او د سولې او ثبات په هڅو کې خپله همکاري ثابته کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي دا خبره په یکشنبه د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هغه څرګندونو په غبرګون کې کوله چې ملګرو ملتونو ته یې په خپله وینا کې ویلي ول هېواد یې د افغان جګړې سیاسي حل غواړي.

له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې احمدي وویل، له پاکستانه د ریښتونې همکارۍ هیله لري. ​

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې د افغانستان ناکرارۍ له کبله د دوی ملک هم زیانمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG