امریکا اعلان وکړ چې د عراق په بصره ښار کې به خپله کونسلګري وتړي.
د دې علت د ایران د حکومت او په عراق کې د ایراني پلوه ملېشو ګواښونه ښودل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سېپټمبر پر ۲۸مه وویل چې په عراق کې د امریکا پر دیپلوماتیکو مرکزونو د هرراز برید مسؤل په مستقیم ډول ایران دی.
په وروستیو کې په بصره کې د امریکا پر کونسلګرۍ او په بغداد کې د امریکا پر سفارت ډزې وشوې چې پکې نه د سر زیان اوښتی نه هم مالي زیان رسېدلی.