د افغانستان د ولسي جرګې د سږنیو ټاکنو لپاره کمپاین له ننه پیل شو.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه چارواکي معاذ الله دولتي بېګا مشال راډیو ته وویل، نوماندان د اکتوبر تر نیمايي پورې د کمپاین کولو اجازه لري.
ده وویل، امېدواران باید د انتخاباتي قواعدو پابندي وکړي.
دولتي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د نوماندانو د امنیت خوندیتوب اقدامات دې وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات راتلونکې میاشت وشي.