د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي، پاکستان کې بدترینه ډیکټېټرشپ دی


د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي،په هېواد کې جمهوريت نه بلکې بدترين ډیکټېټرشپ دی.

نوموړي زياته کړې، د جنرال مشرف د امريت په دوره کې هم پر دوی داسې سخت بنديزونه نه وو لکول شوی.

عدالت ته د نواز شريف د وړاندې کېدو پر مهال د امنيت کلک ګامونه اخېستل شوي ول او د پوليسو ترڅنګ اېف سي ځواک هم موجود وو.

د اسلام اباد په احتساب عدالت کې د نوازشريف او د هغه د کورنۍ پر ضد د العزيزيه سټيل مل درخواست اورېدنه وشوه خو د ګډې پلټنيزې ډلې د مشر، واجد ضياء د غېر حاضرۍ له وجې د ياد درخواست اورېدنه تر سېشنبې ورځې پورې وځنډول شوه.

په دغه موقعه نوازشريف، د هغه لور مریم نواز او زوم يې، کېپټن ريټايرډ صفدر هم په عدالت کې موجود ول.

د احتساب عدالت د ودانۍ بهر له رسنيو سره په خبرو کې نواز شريف وويل چې موجوده پارلمان وس نه لري چې هېواد له شته ستونزو بهر ته وباسي.

هغه هيله وښوده که د راتلونکيو انتخاباتو په نتيجه کې پارليمان بیرته مضبوط شي نو ټولې مسالې به هوارې شي.

د يادولو ده د تېرې جمعې ورځې په اورېدنه کې نوازشريف او لور يې د یوې اوونۍ لپاره عدالت ته د نه وړاندې کېدو درخواست جمع کړی وو، چې و نه منل شو، ا‎و ځکه نو هغوی دواړه تېره شپه ناوخته له لندنه اسلام اباد ته ورسېدل او د دوشنبې پر ورځ عدالت ته وړاندې شول.

احتساب عدالت تر هغه وروسته د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پیل کړي چې په ۲۰۱۷ز کال د جولايۍ پر ۲۸مه سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم څوکۍ لپاره نااهله وګرځاوه او نيب ته يې امر وکړ چې د نوموړي او د کورنۍ پر ضد يې مقدمې بېرته خلاصې کړي.

XS
SM
MD
LG