د لاسرسي ځای

تازه خبر

هوايي بریدونو کې د افغان وګړیو په وژنه د م م اندېښنه

په افغانستان کې د ولسي وګړو پر وژلو اندېښنه.
په افغانستان کې د ولسي وګړو پر وژلو اندېښنه.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې په دوو بېلا بېلو هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د وژنې په شمېره کې په ډېروالي سخته خپګان ښودلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مشن یوناما د لومړنیو ابتدايي مالوماتو پر اساس ویلي چې د اتوار په ورځ په میدان وردک لایت کې په بریدونو کې ۲۱ ولسي وګړي وژل شوي چې ۱۲ ښځي او ماشومان پکې له یوې کورنۍ سره تړاو لري.

دا عملیات حکومتي ځواکونو ترسره کول.

یوناما زیاته کړې داسې غیرمصدقه راپورونه ورته هم رارسېدلي چې د سېپټمبر پر ۲۲مه په کاپیسا ولایت کې په یو کور په هوايي برید کې د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي.

یوناما وايي، دا خبره لا نه ده سپینه شوې چې دا برید ناټو ځواکونو کړې وو او که افغان ځواکونو.

د افغانستان دفاع وزارت په کاپیسا کې د امریکا او افغان ځواکونو په شریکو عملیاتو کې د ولسي وګړو د وژنه مني او وايي، په دغه اړه يې پلټنې پیل کړي دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG