د لاسرسي ځای

يوناما: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لا هم ډېره ده


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما ویلي چې دغه هېواد کې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د جګړو له کبله د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال د همدومره مودې په نسبت ډېره ده.

د یوناما لخوا نن په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې سږ کال د جنورۍ له لومړې نیټې څخه د جون تر دېرشمې پورې شپاړس سوه او دوه شپیته عام وګړي وژل شوي دي. دا د تېر کال په نسبت دوه فیصده زیاته مرګ ژوبله ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړي استازي او په دغه هېواد کې د یوناما مشر تادا میچي یاما موتو ویلي، په افغانستان کې د دې بدې جګړې انساني زیانونه لکه وژنې او د ويجاړۍ اغیز ډیر زیات دی. د یوناما د راپور تر مخه د روان په لومړیو شپږو میاشتو کې د عامو وګړو د زخمي کیدو کچه یو في صد کمه شوې او په دې موده کې درې زره پنځه سوه او یو اتیا کسان زخمیان شوې دي.

XS
SM
MD
LG