د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ د حیات پرېغل ضمانت ومانه: پي ټي اېم


حیات پرېغل پر ټولنیزو رسنیو فعالیت کاوه
حیات پرېغل پر ټولنیزو رسنیو فعالیت کاوه

پراګ - پښتون تحفظ غورځنګ وايي، اسلام اباد هایکورټ د ټولنیزو رسنیو د فعال حیات پرېغل ضمانت منظور کړی دی.

د غورځنګ ویاند فضل خان اېډووکېټ د سېپټېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، دا امر د هایکورټ قاضي عامر فاروق د چارشنبې پر ماخوستن وکړ.

د نوموړي په خبره، د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ضمانت پاتې قانوني کارروايي بشپړوي چې تر هغې وروسته به "حیات پرېغل ازاد" شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر وايي، د غورځنګ وکیلان او دی ټوله ورځ په عدالت کې ول.

دی وايي، عدالت له ډېرې مودې راهیسې دا قضیه ځنډوله حالانکې هېڅ "پېچیدګۍ پکې نه وې."

د وزیر په خبره، دا یوازې "یوه سیاسي [قضیه وه]."

د پرېغله د کورنۍ له وینا سره سم، نوموړي په متحده عرب اماراتو کې کار کاوه او په چوټۍ کور ته ورغلی وو چې د جولای پر پینځمې، شپې مهال پولیسو او په ساده جامو کې ځېنو کسانو په ډېره اسماعیل خان کې له کوره یووړ.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې پرېغل یې نه دی نیولی.

د جولای پر اوومه چارواکو خبر ورکړ چې نوموړی یې د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته انتقال کړی دی.

دی له هغه وخت راهیسې بندي وو او پښتون ژغورنې غورځنګ یې مقدمه پر مخ وړه.

د پرېغله د ضمانت تر امر سمدستي وروسته، د غورځنګ مشر منظور پښتین پر ټوېټر په یوه بیان کې د دې اقدام هرکلی وکړ او د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) او نورو هغو ټولو کسانو مننه یې وکړه چې د هغه د خوشې کولو لپاره یې هلې ځلې کولې.

د بښنې نړیوال سازمان د سېپټېمبر پر ۲۴مه د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې حیات پرېغل دې "سمدستي او بې له شرطه" خوشې کړي.

دې سازمان نوموړی د "ضمیر قیدي" په نوم یاد کړی او وايي چې پر هغه د پاکستان پر دولتي پالیسیو د انتقاد تور پورې شوی دی.

د پښتون تحفظ غورځنګ ویاند فضل خان اېډووکېټ زیاتوي چې پر پرېغله د انټرنېټي جرمونو د مخنیوي او سزاګانو دفعې لګول شوې وې چې په اړه یې د سېپټېمبر پر ۲۵مه په اسلام اباد هایکورټ کې اورېدنه وشوه.

دی زیاتوي چې پرېغل به اوس یوازې د خپلې مقدمې اورېدنې لپاره عدالت ته ځي او وکیلان به یې پر ټولنیزو رسنیو د فعالیت دفاع کوي.

پښتون تحفظ غورځنګ او حیات پرېغل خپله په بیا بیا ویلي دي چې یوازې د پاکستان له اساسي قانون سره سم، د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.

پښتین وايي، د پښتنو اییني او قانوني حق غوښتو ته دوام ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

​سمونه: د دې رپورټ په مخکینۍ بڼه کې نور عالم خان د تحریک انصاف د یوه غړي په توګه یاد شوی وو، نوموړی یو نومیالی وکیل دی او له واکمن ګوند سره هېڅ تړاو نه لري. موږ د تېروتنې لپاره بښنه غواړو.

XS
SM
MD
LG