د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکیو ورکولو کمپېن پیل شو


د خیبر پښتونخوا د ګوزڼ مخنیوي ادارې په یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې صوبه کې به د یوه درې ورځني کمپېن پرمهال شاوخوا ۵۷ لاکه ماشومانو ته څاڅکي ورکول کیږي.

د پخوانۍ فاټا د ګوزڼ مخنیوي ادارې مرستیال مشر ډاکټر افتخار علي مشال رېډيو ته وویل چې په دې سیمو کې به شاوخوا نهه لاکه ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شي.

په کوټه کې د ګوزڼ مخنیوې ادارې لخوا په خپور شوې بیان کې ویل شوې چې د ګوزڼ په دې کمپېن کې به په بلوچستان کې شاوخوا ۲۵ لاکه ماشومانو ته څاڅکي ورکول کیږي.

چارواکي وايي، په دې کمپېن کې ماشومانو ته د وټامن اې څاڅکي ورکول هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG