د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ټرمپ او کیم جونګ اوون د کتنې په برابرولو کار کوي


د امریکا ولسمشر ډونالټ ټرمپ او د مشالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اوون.
د امریکا ولسمشر ډونالټ ټرمپ او د مشالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اوون.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد يې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اوون ترمنځ د دوهمې کتنې په برابرولو کار کوي.

مایک پومپیو د سېپټمبر په ۲۱مه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل د ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ اوون ترمنځ د دوهمې کتنې لپاره کار روان دی څو یقیني شي چې دې کتنې ته شرایط برابر دي.

مایک پومپیو له ان بي سي نیوز سره په جلا مرکه کې هیله څرګنده کړې ده چې ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ اوون به ژر وګوري او د شمالي کوریا د غیر اټومي کولو پر مسله خبرې وکړي.

نوموړي ویلي دی هیله مند دی چې تر هغې مخکې دی پیونګ یونګ ته سفر وکړي او د شمالي کوریا له چارواکو سره خبرې وکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې پر شمالي کوریا به تر هغې پورې بندیزونه پر ځای پاتي وي ترڅو چې دا هېواد خپل اټومي پروګرام ختم نه کړي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره د تیرې جون میاشت په ۱۲نېټه د شمالي کوریا له مشر کیم جونک اوون سره په سنګاپور کې ولیدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG