د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ تمویل مخنیوي څانګه جوړه کړې


اېف اې ټي اېف پاکستان د ترهګرۍ تمویلوونکو هېوادونو د څار خړ لېسټ ته اچولی
اېف اې ټي اېف پاکستان د ترهګرۍ تمویلوونکو هېوادونو د څار خړ لېسټ ته اچولی

پراګ - د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې ده. د پېښور د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر سجاد خان د سېپټېمبر د ۱۹مې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، دا څانګه یا یونټ به پلټنې کوي او د ترهګرۍ یا وسله والۍ لپاره د مالي چارو برابرولو په تور به مشکوک کسان نیسي.

د ده په وینا، دا نوې څانګه یې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) د سپارښتنو پر اساس جوړه کړې ده چې د صوبې پر کچ د ترهګرۍ ټولې مالي ذرایع وچې کړي.

د جون په پای اېف اې ټي اېف کې پاکستان د ترهګرۍ تمویلوونکو هېوادونو د څار خړ لېسټ ته واچاوه.

دې ادارې د پاکستان حکومت ته یو لړ سپارښتنې کړې دي چې که اسلام اباد یې عملي کړي نو له لېسټه وتلای شي.

د پېښور د ترهګرۍ د مخنیوي پولیسو مشر اېس اېس پي سجاد خان وايي، د ترهګرۍ د تمویل په اړه یې تر اوسه ۸۰ پرچې دایرې کړې دي او ۱۲۲ کسان یې نیولي چې په اړه یې عدالت د دوو کسانو د قضیو فیصله هم کړې ده.

په کراچۍ کې د مالي او اقتصادي چارو پوه ډاکتر قیصر بنګالی وايي، داسې ښکاري چې پاکستان د اېف اې ټي اېف فشار اړ کړی دی چې د ترهګرۍ د تمویل مخه ونیسي:

"قانون ډېر اوږده لاسونه لري. که دولت یا ریاست وغواړي نو د خپلو استخباراتي ادارو له لارې کولای شي چې نارسمي او هغه بازارونه وڅاري چې حکومت یې نه تنظیموي. زما په فکر، داسې ښکاري چې حکومت به اوس د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس او نړیوال فشار له کبله [د ترهګرۍ تمویل ضد] اقدامات وکړي."

د پیسو نارسمي یا ناتنظیم شوي بازارونه هغو کاروبارونو ته ویل کېږي چې په هېواد کې د بانکونو له لارې نه کېږي. په دې کې د کرنسیو یا اسعارو بازار او د پیسو لېږد نظامونه لکه حواله او هونډي شامل دي.

د پاکستان لسګونه زره وګړي له هېواده بهر په خلیج هېوادونو او اروپا، امریکا او اسټرالیا کې مزدورۍ کوي او اکثر د حوالې یا هونډۍ له لارې کورونو ته پیسې استوي.

داسې ښکاري چې حکومت به اوس د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس او نړیوال فشار له کبله [د ترهګرۍ تمویل ضد] اقدامات وکړي.
ډاکتر قیصر بنګالی

ډاکتر قیصر بنګالی وايي، د دې لامل دا دی چې د بانک په ذریعه پیسې استول له هېواده بهر اوسېدونکو پاکستانیانو ته ګران پرېوځي نو ځکه مجبوره وي چې نارسمي، تور یا پټ بازار وکاروي.

د پېښور د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې له مشر سجاد خانه مې پوښتنه وکړه چې ایا د دوی نوې څانګه به د حوالې او د پیسو کاروباریانو ضد هم اقدامات کوي او که څنګه؟

نوموړی وايي، په هر چا چې د ترهګرۍ د تمویل شک وي، پر ضد به یې له قانون سره سم، اقدامات کېږي.

نو ایا په دې عمل کې دا خطر شته چې په پېښور، لاهور، کراچۍ او کوټه کې د صرافانو او حواله دارانو کاروبارونه اغېزمن شي؟

ډاکتر قیصر بنګالی وايي، بالکل داسې کېدای شي، خو که پاکستان د ترهګرۍ د تمویلوونکو هېوادونو د څار تور لېسټ ته داخل شي نو بیا به د صرافانو کاروبارونه په بشپړه توګه ختم شي:

"له ترهګرۍ سره تړلې پیسې که نه لېږدول کېږي نو له دې سره به دا کاروبارونه اغېزمن شي ځکه چې کمې پیسې به لېږدول کېږي. خو که پر پاکستان بندیزونه لګي نو د دې [صرافانو او د پیسو نارسمي سوداګرو] کاروبارونه به بالکل بند شي. نو که اوس دا [اقدامات] تاوان هم وررسوي، خیر دی. د قانون په دایرې کې پاتې کېدل ټولو ته ګټه رسوي، او سرغړونه یې تاواني ده."

خو ډاکتر بنګالی وايي، په نړۍ کې هېڅ ځای داسې نشته چې پکې د پیسو نارسمي او ان تور کاروبارونه نه وي.

دی زیاتوي، پاکستان هم دا کاروبارونه په بشپړه توګه نشي ختمولای خو که په نړیوال کچ د بانکونو فیسونه کم شي، نو غیر رسمي کاروبارونه او د پیسو لېږد نظام ختمېدای شي.

XS
SM
MD
LG