د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د مالي چارو په اړه د نړېوالې ادارې اندېښنې ختموو


د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر او د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي خبري غونډې ته وینا کوي.
د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر او د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي خبري غونډې ته وینا کوي.

پراګ ـ د پاکستان حکومت وايي، کوشش کوي چې د فايننشل ایکشن ټاسک فورس نړيوالې ادارې اندېښنې ختمې کړي.

دغه اداره په نړۍ کې د ترهګرو د مالي سرچينو او تورو پېسو د مينځنې يا مني لانډرينګ څارنه کوي او په دې لړ کې د پاکستان له کاره خوشاله نه ده.

یادې ادارې، پاکستان په خپل خړ لېست کې اچولی او ترې غوښتې يې دي چې پر خپله خاوره د وسله والو او سخت دريځو ډلو د مالي سرچينو مخه دې ونيسي. په خړ ليست کې شاملېدل د پاکستان پر اقتصاد او دغلته په بهرنۍ سرمايه کارۍ بده اغېز کوي.

د پاکستان د خزانې وزیر وايي د مالي بدعنوانیو د مخنیوي د نړیوالې ادارې د غوښتنو په عملي کولو کې د دې هېواد خپله ګټه ده.

اسد عمر د اګست پر ۳۱مه د سېنېټ په غونډه کې د سوالونو جوابولو په موقع وویل، نوی حکومت دې موضوع ته ډیر اهمیت ورکوي او غواړي چې د (ایف ای ټي ایف) اندیښنې لرې کړي:

نوموړي زیاته کړه:

((په دې لړ کې موږ وړاندې هم له وزیراعظم عمران خان سره لیدلي او هغه د سپټمبر په ۳مه، یوه بله ځانګړې غونډه هم بللې چې پکې به له هېواده د غیر قانوني پېسو وړلو راوړلو، او د هنډۍ د کاروبار د مخنیوي لپاره په پلان غور کوي. دا راز به د سپټمبر په دویمه هفته کې د انډونیشیا په جکارتا ښار کې ایف ای ټي ایف د بیا کتنې غونډه کېږي، له هغې وړاندې پکار ده چې موږ په دې اړه ګامونه پورته کړو.))

دا راز د اقتصادي چارو پوه ډاکټر محمد زبیر خان وايي، دا ډول اقدامات که له یوې خوا په نړیواله بینکارۍ کې په پاکستان اعتماد زیاتوي نو له بلې خوا د ترهګرۍ په مخنیوي کې هم د هغوی د مالي سرچینو په بندولو کې مهم رول تر سره کولی شي:

((د ایف ای ټي ایف غوښتنې پوره کول ځکه د پاکستان په ګټه تمامېږي چې پاکستان د نړیوالې بېنکارۍ برخه ده، او که د تورو پېسو د مينځنې يا مني لانډرينګ څارنه وکړي نو په نړیواله کچه به د پاکستاني بېنکونو اعتماد لا نور زیات شي. پاکستان ترهګرۍ ځپلی هېواد دی او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره یې وخت په وخت پوځي عملیات هم ترسره کړي دي خو که د وسله والو د مالي سرچینو مخه ونیول شي نو تر ډیره به ترهګري ختمه شي.))

فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یا (ایف ای ټي ایف) سږکال د جون په میاشت کې پاکستان په خړ لېسټ کې اچولی او ویلي یې دي چې که اسلام اباد د پام وړ ګامونه پورته نه کړي نو امکان شته چې دا هېواد په تور لېسټ کې شامل کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG