د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړي 


د ننګرهار نقشه.
د ننګرهار نقشه.

د افغانستان د ننکرهار چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند برېښنا ریاست ته څېرمه د یوې هټۍ په خوا کې نن(پنجشبه) سهار نږدې اووه نیمې بجې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وایي چې ټپیان پر وخت د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته بیول شوي او زیاتوي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د پېښې مسوولیت لا تر دې مهاله چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG