د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا پولیس د ترهګرۍ مالي سرچینو وچولو لپاره څانګه جوړه کړې


د خېبر پښتونخوا نقشه.
د خېبر پښتونخوا نقشه.

د خېبر پښتونخوا پولیس وايي، د ترهګرۍ د مالي سرچینو وچولو پرضد یې یوه څانګه جوړه کړې ده.

د پېښور د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې مشر سجاد خان د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دا پرېکړه یې د ناقانونه پېسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشنل اېکشن ټاسک فورس) د سپارښتنو په رڼا کې کړی دی او وار له مخه یې ترهګرو سره د مالي مرستو په تور ۱۲۲ کسان نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه، دا څانګه به پلټنې کوي چې له ترهګرو سره د مالي مرستو مخه ونیسي او د ترهګرو مالي سرچینې وچې کړي.

فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف د جون په پای کې پاکستان د ترهګرۍ تمویلوونکو هېوادونو د څار خړ لېسټ ته اچولی وو.

د دغه ټاسک فورس په سپارښتنه پاکستان په بېلا بېلو امنیتي او اقتصادي ادارو کې د اصلاحاتو عملي کولو هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG