د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن: میلیونونه ماشومانو د لوږې له خطر سره مخامخ دي

د ماشومانو د ژغورنې ادارې « سیو دي چېلډرن » خبرداری ورکړی چې په یمن کې پنځه اعشاریه دوه میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

دا له هغې وروسته ده چې د خوراکي توکیو بیې مخ په لوړېدو دي او د « هدایدا » بندري ښار کې د نویو جنګونو لړۍ پیل شوې ده.

د دغې خیریه ادارې اجرایوي مشره «هېلي تورننګ شمېدت» وايي، جګړې د یمنیانو، پوره یو نسل ماشومان، د مرګ له خطر سره مخامخ کړي دي، کوم چې له بمبارۍ، لوږې او بیمارۍ په ګډون له ډېرو ګواښونو سره مخ دي.

د یمن جګړه په ۲۰۱۵ز کال کې هغه مهال زیاته شوه چې د ایران په ملاتړ کې جنګېدونکیو حوثي یاغیانو د مرکز ( صنعا ) په ګډون د ملک زیات شمېر لویدیځې سیمې ونیولې.

وروسته د سعودي په مشرۍ کې پوځي ایتلاف، د ولسمشر عبدالرب منصور هادي د حکومت چې په نړیواله توګه، په رسمیت پېژندل شوی د ژغورلو لپاره مداخله وکړه.

د یمن جګړه کې نږدې ۱۰ زره کسان چې اکثر یې ولسي خلک دي وژل شوي او ګومان کېږي چې اته اعشاریه څلور میلیونه خلک به له قحطۍ سره مخ وي.

XS
SM
MD
LG