د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپرېدی: پوځي عملیاتو د پښتنو ۸۲ زره کورونه وران کړي


له یوې پوځي الوتکې اخیستل شوی عکس چې پکې د پوځي عملیاتو پر مهال د کورونو چتونو الوځول شوي دي. مې ۲۰، ۲۰۱۶
له یوې پوځي الوتکې اخیستل شوی عکس چې پکې د پوځي عملیاتو پر مهال د کورونو چتونو الوځول شوي دي. مې ۲۰، ۲۰۱۶

د سویټرزلینډ په ښار جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کونسل غونډه کېږي. دا غونډه د روانې میاشتې په لسمه نېټه پیل شوې ده او تر اتویشتمې نېټې پورې به دوام لري.

نن (نهه) او سبا (چارشنبه) د دې غونډه په یوه برخه کې د پښتون تحفظ مومنټ اروپا دوه مشران صفدر ایډوکیټ او فضل الرحمان اپرېدی د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د بشري حقونو سرغړونو په اړه مالومات شریکوي.

فضل الرحمان اپرېدي په دغه اړه مشال ریډیو ته وویل، دوی به د هغو پښتنو په اړه خبرې کوي چې لادرکه کړل شوي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړي زیاته کړه، نېږدې ۳۲ زره پښتانه لادرکه کړل شوي دي. تر اوسه خو هېڅوک پر دې موضوع خبرو اورېدو ته اماده نه وو خو په دې اړه چې پښتون تحفظ مومنټ غږ را-اوچت کړ نو اوس خلک مني چې په دغو سیمو کې د بشري حقونوسرغړونه شوې ده.

اپرېدي وویل، د پښتون تحفظ غورځنګ له احتجاجونو وروستو امنیتي ادارو زر کسان خوشي کړي دي خو د هغوی د خوشې کولو لپاره يې هم سمه قانوني لاره نه ده خپله کړې او دغه شان يې خپل جرمونه پټ کړي دي.خو د پاکستان حکومت د لادرکه کسانو شمېره کمه ښايې او په دې لړ کې يې يوه تحقيقاتي ډله هم جوړه کړې.

نېږدې ۳۲ زره پښتانه لادرکه کړل شوي دي. تر اوسه خو هېڅوک پر دې موضوع خبرو اورېدو ته اماده نه وو خو په دې اړه چې پښتون تحفظ مومنټ غږ را-اوچت کړ نو اوس خلک مني چې په دغو سیمو کې د بشري حقونوسرغړونه شوې ده.

د فضل الرحمان اپریدي په وینا په پوځي عملیاتو کې د پښتنو دوه اتیا زره کورونه ړنګ کړل شوي دي، باید پلټنې يي وشي او اغېزمنو خلکو ته معاوضه ورکړل شي.

د پاکستاني چارواکیو له خوا وخت په وخت ویل کیږي چې د ړنګو شویو کورونو سروې کوي او خلکو له مالي مرستې ورکوي.

بل خوا د پښتون تحفظ مومنټ یو بلې مشرې ثنا اعجاز ویلي ــ دوي هڅه کوي چې د شویو ځاني او مالي تاوانونو په اړه کره مالومات راټول کړي او له نړۍ سره يې شریک کړي.

نوموړې زیاته کړه تحریک نور هم منظموي او تر اساسي قانون لاندی به د خپلو بنیادي انساني حقونو د دفاع لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کونسل غونډې هر کال د مارچ ، جون او سپتمبر په میاشتو کې کیږي.

په روانه غونډه کې د لږکیو، معذورانو او ماشومانو په حقونو بحثونه روان دي او دا د کونسل ۳۹ مه غونډه ده.

XS
SM
MD
LG