د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: پاکستان کې زوکړیو افعان کډوالو ته شهریت ورکوو


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي، حکومت یې پلان لري هغه افغانان چې په پاکستان کې زیږېدلي دي هغوی ته به د دې هیواد پاسپورټ ورکوي چې دا رنګ دوی دلته په ښه شان ژوند تېر کړي.

د اتوار په ماسخوتن په کراچۍ کې د ډېمونو لپاره د چندې راغونډولو یوې غونډې ته عمران خان وویل چې په پاکستان کې افغانانو ته ډېرې ستونځې دي او د روزګار مسلې دي ورته نو ځکه دوی غواړي چې کوم افغانان په پاکستان کې پیدا شوي وي هغوی ته د دې ځای پاسپورټ او شناختي کارډ ورکړي.

نوموړي وویل: ''هېڅ طریقه نه شته د رزوګار او سوشل سیکورټي نظام دلته نه شته او هغه بې وزله طبقه هم ما لیدلې ده او هغه څوک دي هغه خلک دي چې له څلوېښتو کالو راهیسې له بنګلادېشه او افغانستانه راغلي دي او بچي يې دلته پیدا شوي او لوی شوي دي خو پاسپورټ او شناختي کارډ نه ملاوېږي نو چې شناختي کارډ او پاسپورټ ورته نه ملاویږي نو نوکرۍ ورته نه ملاويږي او که ملاوېږي هم ورته نو نیمايي چې بل کوم پاکستاني ته شل زره روپۍ میاشت ملاويږي نو دوی ته لس زره روپۍ نو هم په دې وجه دا بې وزله طبقه رالویږي نو ما فېصله کړې چې له ټولو اول به دا کار کوي. نو هغه افغانانو ته چې بچې يې دلته پیدا شوي هغوی ته به پاسپورټ او شناختي کارډ ورکوي یو څوک چې په امریکا کې پیدا شې نو د هغه ځای پاسپورټ ورته ملاویږي خو دلته ورته نه ملاویږي نو دا له دوی سره ظلم دی نو دا څنګه کېدای شي چې موږ دوی بې وزله ساتلي دي او د څلوېښتو پنځوسو کالونو راهیسې دلته اوسیږي او موږ ورته پاسپورټ او شناختي کارډ نه ورکوو.''

د وزیراعظم عمران خان په دې اعلان باندې په پېښور کېد سیاسي او قانوني چارو تجزیه کار وکیل شهاب اادین خټک مشال راډیو ته وویل: ''د پاکستان د تابعیت قانون یا ایکټ چې کوم دی په هغې کې ځنې داسې خبرې شته چې یو سړی په پاکستان کې پیدا شوی وي یا هغه دلته یو خاص عمر تېر کړی وي او دلته شهریت یا تابعیت اخیستل غواړي نو هغه ته ملاوېدې شي خو له بده مرغه چې د پاکستان کوم انتظام چلونکي دي یا افسر شاهي ده نو هغوی په دې ځان غلې کړې او دې لړ کې يې هېڅ اقدامات نه دي کړي او په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو لپاره يې ډيره سخته پالیسي یا رویه خپله کړې نو اوس چې وزیراعظم عمران خان کوم اعلان وکړو نو له دې به ډېرې مسلې هوارې شي.''

په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د وزیراعظم عمران خان په دې اعلان باندې د خوشبینۍ څرګندونه وکړه او وویل چې دوی له مودو مودو راهیسې دلته وسیږي او بچیان يې دلته پیدا شوي نو که دولت دا اعلان عملي کړو نو ورسره به د دوی یو شمېر ستونځې هوارې شي.

د خېبرپښتونخوا هري پور په یو کېمپ کې مېشت افغان کډوال فضل الحق وايي د کابل دی خو زوکړه یې په پاکستان کې شوې ده او دلته يې بچي هم پیدا شوي خو اوس هم د مهاجرت ژوند کوي. د ده په خبره چې دوی چېرته هم ځي راځي نو پولیس يې ځوروي او د کارتونو پوښتنه ترې کوي او کار روزګار نه شي کولای.

د نوموړي په خبره: (دلته لږ نه ډېر خوشال دی نو خدای دې وکړې چې عمران خان صاحب داسې یو فارموله یا یو داسې لار جوړه کړي چې کوم افغانان چې دلته یې عمرونه تېر کړي وي بچي يې پیدا شوي وي چې هغوی ته شهریت ورکړي او دا خپل لوظ پوره کړي.)

د ملل متحده د افغان کډوالو لپاره د ادارې یو این ایچ سي ار په وینا چې دا وخت په پاکستان کې له څوارلس لکو نه زیات راجسټرډ کډوال مېشت دي او هم دومره غیر راجسټرډ کډوال دي.

دا دې هم یاده وي چې یوشمېر افغان کډوال بیرته خپل وطن ته ستانه شوي خو ځنې بیا په پاکستان کې ایسارېدل غواړي او وايي چې په هیواد کې يې لا زمینه نه ده برابره نو ځکه تلل نه غواړي.

XS
SM
MD
LG