د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګرانډي: افغان کډوال به د تل لپاره په پاکستان کې پاتې نه شي


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنر فیلیپو ګرانډي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنر فیلیپو ګرانډي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونوعالي کميشنر وايي له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل په افغانستان کې له دوامدارې سولې سره تړاو لري.

فیلیپو ګرانډي دا خبره د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته وکړه.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (یو اېن اېچ سي ار) په یوه بیان کې د ګراندي له قوله ویلي چې افغان کډوال به د تل لپاره په پاکستان کې پاتې نشي خو هغه مهال خپل هېواد ته ستنېدلای شي چې په افغانستان کې پراخه سوله او ثبات وي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو د وزارت ویاند حفیظ الله میاخېل مشال راډیو ته د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر خبرې تايید کړي دي.

نوموړي وايي، د افغان کډوالو د دوامداره ادغام لپاره یوه اساسي اړتیا د سولې ټینګښت دی چې افغان حکومت او نړیوال يې لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتو د کډوالو چارو کميشنر په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکل شوې قانوني موده د روانې سېپټمبر میاشتې په پای کې ختمېږي.

XS
SM
MD
LG