د افغانستان په فراه ولایت کې لږ تر لږه پینځه عسکر وژل شوي دي.
افغان چارواکي وايي، د سپټمبر پر ۱۴مه ناوخته د فراه ولایت په لویدیځ کې یو پوځي هیلي کاپټر بیړنۍ ناسته کوله چې ورته اوور ولګیده او پکې ناست ټول کسان ووژل شول.
د خاکي سفید ولسوال محمد نورزي نن مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د تکنیکي ستونزې له وجې شوې ده.
بلخوا طالبانو ویلي، دا هیلي کاپټر دوی ویشتی دي.