د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ختیځو ایالتونو ته سمندري توپان رسېدلی دی


په امریکا کې د فلورېنس نومې سمندري توپان.

د امريکا کيرولينا ریاست ساحلي سیمو ته فلورېنس نومې سمندري توپان رسېدلی دی چې له وجې يې سمندري اوبه د ساحلي سيمو نږدې ښارونو ته ننوتي او لږ تر لږه د اتياو زرو خلکو د کورنو بجلي تللې ده.

د هوا حالاتو اټکلیانو د سېپټمبر پر ۱۳مه وويل چې حالات به نور هم خراب شي ځکه چې توپان به نن د شمالي او جنوبي کیرولینا پولې ته نږدې شي.

د توپان له وجې د سمندر د اوبو سطح درې اعشاريه څلور ميټره لوړه شوی چې په ساحلي علاقو کې د سېلاب سبب جوړېدای شي او په راتلونکو ورځو کې د بارانونو له وجې سخت سېلابونه هم راتلای شي.

فلورينس نومي سمندري توپان له څلورمې کيټيګري څخه دويمي ته راټيټ کړل شوی دی خو چارواکو اوسېدونکو ته خبرداري ورکړي چې محتاط وسي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG