د اسیايي هېوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنی اسیا کپ ټورنامينټ ميچونه سبا د سېپټمبر پر ۱۶مه په دوبی کې پیل کېږي.
په ټورنامینټ کې د پاکستان، افغانستان، هند، بنګله ديش، سري لنکا او د هانګ کانګ ټيمونه شامل دي.
پاکستان به خپله لومړۍ لوبه له هانګ کانګ سره د نهې په ورځ او افغانستان به له سري لنکا سره د سېپتمبر په ۱۷مه سیالۍ کوي.