د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: هوايي برید د طالبانو د استخباراتو مسول وژلی


د پکتيا چارواکي وايي، د سوېل ختیځ زون لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مسول په ګډون د دغه ډلې اووه تنه مهم غړي وژل شوي.

د پکتیا ولایت رسنیز دفتر نن (پنجشنبه) مشال راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د پکتيا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه کې د هوايي بريد په پایله کې د سوېل ختیځ زون لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسؤل زینت الله مشهور په فرهاد په ګډون د دغې ډلې اووه تنه مهم غړي وژل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي دغه بريد داسې مهال شوی چې یاد وسله وال ګروپ په یوه ډاټسن موټر کې د ترهګرۍ فعالیت لپاره روان و.

په دغه بريد کې د ګل رحمان مشهور په انس، حبیب الله مشهور په ادریس او بحران په شمول د وسله والو مخالفينو مهم سرګروپان وژل شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG