د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف مېرمن کلثوم نواز مړه شوه


د پخواني وزيراعظم نواز شريف مېرمن بېګم کلثوم نواز.
د پخواني وزيراعظم نواز شريف مېرمن بېګم کلثوم نواز.

د پاکستان د پخواني وزيراعظم نواز شريف مېرمن بېګم کلثوم نواز نن د سېپټمبر پر ۱۱مه په لندن کې په حق ورسېده.

هغه د کېنسر په ناروغۍ اخته وه او له تېرو څو مياشتو راهيسې د لندن په يوه روغتون کې بستر وه.

کلثوم نواز په ۱۹۵۰م کال کې په لاهور کې زېږېدلې وه او په ۱۹۷۱م کال کې يې له نواز شريف سره واده کړی و.

هغې څلور اولادونه تر شا پرېښودل چې دوه زامن حسن نواز او حسېن نواز، او دوې لوڼې مريم نواز او اسما پکې شامل دي.

د هغې خاوند نواز شريف او لور مريم نواز د درغلۍ په جرم دا وخت د راولپنډۍ په اډياله جېل کې بنديان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG