دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته تایید کړه.
هغه وویل ۱۶۵ تنه نور په دې ځانمرګي برید کې ټپیان شوي هم دي چې د اتو کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د سېشنبې پر ورځ د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ډکې په سیمه کې د خلکو په لاریون ځانمرګی برید وشو.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.خو په وروستیو کې په ننګرهار کې د ورته مرګونو بریدونو ذمه واري داعش (اسلامي دولت ډلې) پر غاړه اخیستې ده.
دغه لاریون د اچین ولسوالۍ د پېښې سیمې خلکو د دې ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان بلال باچا خلاف راوتلی وو او د ډکې په سیمه کې یې د جلال اباد - تورخم لاره په احتجاج کې تړلې وه.
د پېښې يوه عيني شاهد چغندر شينواري د جلال اباد حوزوي روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل، نږدې يوه بجه مظاهره پای ته ورسېده او د پرلت کېږدۍ یې ووهله او دغه مهال ګڼ کسان ترې لاندې راټول شوي ول.
دی وايي، په همدغه وخت کې يو تور ټوډي موټر پر سړک ودرېد، ځانمرګی ترې راکښته شو او د خلکو په منځ کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.
د پېښې يو بل عيني شاهد بختي جان وايي، تر دوو سوو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات ورسره نه و چې څومره کسان مړه او څومره ټپيان دي.
'کندهار کې ۷۷ وسله وال طالبان وژل شوي'
د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت په میوند، خاکرېز، معروف او ارغستان ولسوالیو کې د ۷۷ و سله والو طالبانو او څلورو پولیسو د وژل کېدو او ۳۱ نور وسله والو او ۱۹ پولیسو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې بېګا شپه وسله والو طالبانو په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې.
د دراني په وینا د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې د سهار ترڅلورو بجو دوام کړی او د هوايي ځواک په حمله کې چې د ځايي پولیسو مرسته يې کړې شااوخوا ۵۷ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د دراني په وینا د وسله والو طالبانو په حمله کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"برايه د شپې پر لس بجې وسله والو طالبانو تروریستي برید وکړ چې تر څلورو بجو يې دوام کړی او د پولیسو د غبرګون سره مخامخ شول هم مهاله هوايي ځواک سیمې ته رسېدلی او په هوايي بریدونو کې ۵۷ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي د پېښې په لومړي غبرګون کې زموږ څلور سرتېري شهیدان شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي."
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی دغه راز زیاتوي چې بېګا شپه هم مهاله وسله والو طالبانو په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې کړي.
د دراني په وینا دغه جګړې چې تر سهاره يې دوام کړی لس وسله وال طالبان وژل شوي ۸ پولیس او ۱۵ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
درانی وايي، لس نور وسله وال د کندهار د معروف او ارغستان ولسوالۍ پر لویه لار د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.
د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ارزګان کې ۴۸ وسله وال طالبان وژلي
هلته د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو او د افغان پوځ په توپچي بریدونو ۴۸ وسله وال طالبان وژلي او ګڼ نور یې ټپيان کړي دي.
چارواکې وايي، دغه وسله وال طالبان تیره شپه هغه مهال ووژل شوه کله چې د
ارزګان ـ کندهار ترمنځ پرلویه لاره اویو شمیر نورسیمو کې د بریدونو هڅه کړي وه. چارواکو د ځینو وژل شویو وسله والو مړي هم رسنیو ته وښودل.