د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې وچکالۍ په سلګونو زره کسان بې ځایه کړي


د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وچکالۍ.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وچکالۍ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وایي، په تېره اګست میاشت کې د هغو کسانو شمېر له يو نيم لک اوښتی دی چې د وچکالۍ له امله د افغانستان په لوېدیځ کې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

دغه دفتر په افغانستان کې د بشري مرستو په اړه په خپل وروستي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې اکثره بې ځایه شوي په هرات او قلعه نو ښارونو کې په غېر رسمي سیمو کې اوسېږي.

دغه راز ټاکل شوې چې د بېړنیو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لاوکاک او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپوګرانډي په افغانستان کې د بشري مرستو، د کډوالو، د بېرته ستنو شویو او بې ځایه شویو کډوالو د وضعیت څېړلو لپاره په دوه ورځني سفر افغانستان ته لاړشي او د پنجشنبې په ورځ به په کابل کې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG