د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په ادليب کې د هوايي بریدونو پرضد مظاهرې شوي


په ادليب کې مظاهرې.
په ادليب کې مظاهرې.

د شام په ادليب ولایت کې په زرګونو خلکو د ولسمشر بشارالاسد له خوا هلته د پلان شوو هوايي بریدونو پرضد احتجاجي مظاهرې کړي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په دغه سیمه کې هوايي بریدونه یو بشري ناورین رامنځ ته کولای شي.

دا احتجاجي مظاهرې په داسې وخت کې کېږي چې د جمعې په ورځ د روسیې او ایران مشرانو په یو ملاقات کې په ادليب کې د یاغي ځواکونو پرضد د اسد د برید مرسته کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په ادليب کې د اوربند وړانديز کړی و خو ټولې خواوې پرې لا نه دې رضا شوي.

په شام کې په کورنۍ جګړه کې تر اوسه څلور لکه کسان وژل شوي او نور په میلینونو بېکوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG