د لاسرسي ځای

تازه خبر

وانګ يي: چين به په بهرنۍ تګلاره او ډيپلوماسي کې پاکستان ته لومړيتوب ورکوي


د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي

پراګ ـ د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي چې پاکستان او چين له اوږدې مودې راهيسې ښه ملګري او سټراټيجيک همکاره دي او دا هېواد به په خپله بهرنۍ تګلاره او ډيپلوماسي کې پاکستان ته لومړيتوب ورکوي.

نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې له پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي سره تر کتنې وروسته ګډې خبرې غونډې ته وکړه. هغه زياته کړه چې د چين او پاکستان ملګرتيا په نړيوالو سياستونو او حکومتونو کې په بدلون سره نه اغېزمنه کېږي. د ده په وينا چين د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان ملاتړ کوي.

چين او پاکستان دواړه په افغانستان کې د سولې او بيا پخلاينې د پروسې ملاتړ کوي.
وانګ يي

وانګ يي زياته کړه چې چين او پاکستان په سيمه ييزه او نړيوالو چارو کې همکارۍ زياتولو باندې سلا شوي دي. د ده په وينا دواړه هېوادونه په افغانستان کې د سولې او بيا پخلاينې د پروسې ملاتړ کوي. پر دې سربېره د وانګ يي وينا وه چې چين د پاکستان په اقتصادي پرمختګ، روانو پرمختيايي پروژو او ولسي کارونو کې همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي پر دې مهال د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ذکر وکړی چې د چين له کاشغر څخه د بلوچستان تر ګوادر سيمې پورې جوړېږي.

خبري غونډې ته د وينا پر مهال شاه محمود قرېشي وويل چې چين پر نړيوالې ټولنې ټينګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ وستايي. د اقتصاد په برخه کې نوموړي زياته کړه چې چين پاکستان اقتصادي راهداري به د پاکستان د نوي منتخب شوي حکومت لومړيتوب وي.

وانګ يي د جمعې په ماښام ناوخته له يو لوړپوړي پلاوي سره يو ځای په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېدی.

دا چې اسلام اباد ته د نوموړي سفر د پاکستان له نوي حکومت سره د ملاتړ په موخه يو روايتي سفر دی او که نه چين به په رښتيا هم د پاکستان په اوسني ستونزمن اقتصادي حالت کې د دې هېواد مرسته وکړای شي. د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې د اقتصاد ښوونکی ډاکټر معراج الحميد ناصري وايي چې وانګ يي له پاکستان سره يوازې د اقتصادي همکارۍ په برخه کې خبرو اترو ته نه دی راغلی بلکې د هغه سفر پاکستان ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د سفر غبرګون ښکاري.

امريکا او هند چې څومره نږدې کېږي، دا د پاکستان او چين د لا نږدې کېدو لامل ګرځي.
معراج الحميد ناصري

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د دې هېواد د ګډو ځواکونو مشر جېمز مېتيس د سپټمبر پر پنځمه نېټه اسلام اباد ته سفر وکړ او له هغه وروسته نوي ډيلي ته لاړل. په نوي ډيلي کې د سپټمبر پر شپږمه امريکا او هند د خوندې پوځي اړيکتيا او دفاع تړون لاسليک کړ. دا تړون واشنګټن ته لاره هواروي چې حساس پوځي سامان پر هند وپلوري.

معراج الحميد ناصري زياتوي چې امريکا او هند چې څومره نږدې کېږي، دا د پاکستان او چين د لا نږدې کېدو لامل ګرځي. د نوموړي په وينا د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال په اګست مياشت کې د سوهېلي اسيا او افغانستان په اړه په خپله اعلان کړې سټراټيجي کې ويلي و چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې به د هند رول زياتوي، نو په داسې حالاتو کې چين غواړي چې په افغانستان کې خپل رول او د پاکستان رول زيات کړې او د خپلو شريکو ګټو ساتنه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير به د خپلې دورې پر مهال د پاکستان له وزيراعظم عمران خان، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او نوي ولسمشر ډاکټرعارف علوي سره هم ملاقات کوي. وانګ يې د خبري غونډې پر مهال د پاکستان وزيراعظم ته د چين د دورې بلنه هم ورکړه.

XS
SM
MD
LG