د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ټرافیکي پېښې ۱۵کسان وژلي


په کندهار کې ټرافیکي پېښه.
په کندهار کې ټرافیکي پېښه.

د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د ۴۰۴ بس او مازدا موټر د ټکر په پېښه کې ۱۵کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د کندهار ولایت سرپرست ویاند عزیز احمد عزیز مشال راډیو ته وویل چې پېښه نن [شنبه] سهار وختي د کندهار - هرات پر لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې رامنځته شوې.

د عزیز په وینا د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند یو ۴۰۴ بس موټر چې له هلمنده کابل ته پر لاره وو له یوه مازدا موټر سره ټکر کړی چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

عزیز زیاتوي چې په مړو کې درې ښځې او درې کوچنیان او په ټپیانو کې درې ښځې او یو کوچنی شامل دی.

د پېښي مړي او ټپیان د کندهار میروېس روغتون ته انتقال شوي او د یو شمېر ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د پېښې علت یو ځل بیا د موټر چلونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG