د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې صنعتي پارکونه جوړېږي


په خوست کې ملي پارک د جوړولو پر مهال
په خوست کې ملي پارک د جوړولو پر مهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت د خوست د صنعتي پارک جوړېدو ته چمتو دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خپرې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د خوست د صنعتي پارک د جوړېدو په اړه د یاد ولایت له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې په دې اړه مفصلې خبرې درلودې.

ولسمشر غني دغه مشرانو ته په وینا کې ویلي چې مالي وزارت به د خوست د صنعتي پارک د جوړولو لګښت ورکړي او په نږدې راتلونکي کې به برېښنا هم ورسېږي.

د خوست سوداګرو او اوسېدونکو بیا ولسشمر غني ته په هغه ولایت کې د صنعتي پارک د ځمکو له غصب څخه شکایت کړی او په دې برخه کې يې د حکومت پر پاملرنې ټينګار کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG