د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د هند پر وړاندې د پاکستان د حکومت او پوځ يوه تګلاره ده"


د پاکستان او هند تر منځ سرحدي دروازه
د پاکستان او هند تر منځ سرحدي دروازه

پراګ - د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير ويلي چې پاکستان غواړي له هند سره د اړيکو رغولو لپاره خبرې اترې پېل کړي. فواد چوهدري دا خبره د پنجشنبې پر ورځ له بي بي سي سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال کړې. خو د نوموړي په وينا په دې لړ کې د هند لخوا تر اوسه مثبت غبرګون نه دی ښودل شوی.

د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی حکومت او د هېواد پوځي مشرتابه په يوه خله دي او يوه تګلاره پرمخ وړي.
فواد چودري

فواد چودري ويلي چې د پاکستان د تېر حکومت برعکس د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی حکومت او د هېواد پوځي مشرتابه په يوه خله دي او يوه تګلاره پرمخ وړي. د نوموړي په وينا وزيراعظم عمران خان او جنرال قمر جاوېد باجوه دواړه په سيمه کې د ثبات راوستو لپاره له هند سره د خبرو اترو خواهش لري.

فواد چودري
فواد چودري

دا چې د هند حکومت ولې تر اوسه د پاکستان لخوا د خبرو اترو اقدام ته مثبت غبرګون نه دی ښودلی؟ په نوي ډيلي کې خبرياله او د سيمه ييزو چارو شنونکې ارتي تيکو سينګ وايي، هند د پاکستان لخوا د ترهګرو پر ضد د عملي اقدام غوښتونکی دی.

تر څو چې د ترهګرۍ په اړه له پاکستانه د هند د اوږدې مودې غوښتنې سر ته نه وي رسېدلي، د خبرو وړانديز ګټه نه لري.
ارتي تيکو سينګ

د نوموړي په وينا تر څو چې د ترهګرۍ په اړه له پاکستانه د هند د اوږدې مودې غوښتنې سر ته نه وي رسېدلي، د خبرو وړانديز ګټه نه لري.

((هند د جنرال باجوه لخوا د مذاکراتو په وړانديز منلو کې د ځان ګټه نه ويني. جنرال باجوه او عمران خان د هند اصلي غوښتنو ته پاملرنه نه کوي. تر څو چې پاکستان عملي اقدام نه وي کړی، دا ډول ټولې هڅې بې ګټې دي.))

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د روان ۲۰۱۸م کال په جولای مياشت کې له ټاکنو ګټلو وروسته په خپله لومړنۍ وينا کې ويلي و چې له هند او افغانستان سره به اړيکې رغوي. نوموړي ويلي وه چې که نوی ډيلی يو ګام پورته کړي نو دوی به دوه ګامونه پورته کوي.

بلخوا په دا وروستيو کې د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي و چې د پاکستان د پوځ مشر هم له خپل هندي سيال سره د خبرو اترو هڅې کړي دي. دا چې پاکستان ولې له هند سره د خبرو پېلولو خواهش لري؟ په پېښور کې د سيمه ييزو چارو پوه پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي چې دا وخت پاکستان تر فشار لاندې دی.

د نوموړي په وينا پاکستان اوس د فايننشل اېکشن ټاسک فورس [د مالي اقدام کاري ډلې] په خړ ليسټ کې دی او د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکې هېواد په تور د دې ادارې په تور ليسټ کې شاملېدلای شي. نو پاکستان د خپل نوم ښه کولو لپاره هند ته د خبرو وړانديز کوي.

((زما په اند له هند او افغانستان دواړو سره اړيکې رغول د پاکستان په ګټه دي. خو هند څه ناڅه اشارې غواړي چې د ترهګرو خلاف پاکستان يو اقدام وکړي. بيا به خبرو اترو ته تيارېږي.))

هند له اوږدې راهيسې له پاکستانه غوښتنه کوي چې پر خپل خاوره د هغو ترهګرو پر ضد اقدام وکړي چې په هند کې په ترهګرو پېښو کې لاس لري خو پاکستان په ځواب ويلي چې د هغوی خلاف د ترهګرۍ څه ډول ثبوتونه نه لري.

XS
SM
MD
LG