د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران، روسیې او ترکیې ولسمشران د شام پر جګړه خبرې کوي


د ایران، روسیې او ترکیې ولسمشران.
د ایران، روسیې او ترکیې ولسمشران.

د روسیې، ترکیې او ایران ولسمشران د سپټمبر پر اوومه پر داسې مهال په تهران کې سره ویني چې هیلې پیدا شوې دي چې هغوی به د شامي حکومت د مخالفانو په وروستي پیاوړي مرکز کې د خونړۍ جګړې په مخنیوي وتوانېږي.

ټاکل شوې چې درېواړه مشران، له وسله والو څخه د ادلېب ولایت د بیا نیولو لپاره د شامي ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو د عملیاتو مخنیوی وکړای شي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې دا عملیات ښايي ورانوونکې پایلې ولري.

ادلېب له ترکیې سره پوله لري او پکې لسګونه زره یاغیان فعاله دي.

له یوه اټکل سره سم، د ولسمشر اسد ضد دې یاغیانو کې شاوخوا ۱۰ زره وسله وال له القاعدې ډلې سره تړاو لر او په ادلېب کې شاوخوا ۳۰ لاکه کسان اوسي.

شامي حکومت تېره اوونۍ منلې وه چې په ولایت کې یې د پراخو عملیاتو تیاری کړی دی.

XS
SM
MD
LG