د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به اوس د نورو په جګړو کې نه ښکېلېږي: عمران خان


عمران خان د جولای په ټاکنو کې تر بریا وروسته وزیراعظم شو
عمران خان د جولای په ټاکنو کې تر بریا وروسته وزیراعظم شو

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد دی خو پاکستان به هېڅکله د بل چا په جګړه کې برخه نه اخلي.

نوموړي د سېپټېمبر د شپږمې پر ماښام، د پاکستان د دفاع ورځې په مناسبت په راولپېنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) کې غونډې ته په وینا کې وویل، د هېواد بهرنیو چارو تګلاره به د ولس د ښېګړې لپاره وي.

په غونډه کې د ترهګرۍ په اړه ویناګانې او ویډیوګانې وښودل شوې او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم ورته وینا وکړه.

عمران خان وویل: "تاسې اوس د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه ویډیو ولیده او جنرال [قمر جاوېد] باجوه هم ورباندې خبرې وکړې. زه د دې [جګړې] خلاف وم. ما نه غوښتل چې پاکستان دې د نورو په جنګ کې ځان ښکېل کړي. زه له ټولو سره ژمنه کوم چې کله به هم پاکستان د نورو په جګړه نه ورګډېږي. زموږ د بهرنیو چارو تګلاره به هم د پاکستانیو وګړو د ښه [ژوند] لپاره وي."

عمران خان وویل، د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې پاکستان ډېر تاواني شوی او پوځ بېسارې قربانۍ ورکړې دي.

عمران خان وویل، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې بېسارې قربانۍ ورکړې دي
عمران خان وویل، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې بېسارې قربانۍ ورکړې دي

خان دعوه وکړه چې په هېواد کې یوازې یوه اداره، یعنې پوځ، قابلیت ته په پام کار کوي او نورې ادارې د سیاسي مداخلت له کبله تاواني شوې دي.

تر نوموړي مخکې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په خپله وینا کې په جګړو کې وژل شویو پوځیانو ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې.

XS
SM
MD
LG