د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا له هند سره د حساسو پوځي سامانونو پلورلو تړون لاسليک کړ


د هند دفاع وزيره سيتا رامڼ، د بهرنيوو چارو وزيره سواراج او د امريکې بهرنيوو چارو وزير پومپيو او دفاع وزیر مېتس
د هند دفاع وزيره سيتا رامڼ، د بهرنيوو چارو وزيره سواراج او د امريکې بهرنيوو چارو وزير پومپيو او دفاع وزیر مېتس

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او دفاع وزیر جېمز مېتس نوي ډیلي ته په سفر کې د امنيتي همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې دواړو خواوو نن (د سېبتمبر په شپږمه) داسې تړون کړی چې له مخې به يې امريکا پر هند حساس پوځي سامانانونه پلورلی شي.

د هند دفاع وزیرې نيرملا سيتارامڼ نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې له ورغلیو مېلمنو سره هغې او د هند بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج ملاقات وکړ او پر هره ممکنه همکارۍ سلا شول.

د سيتارامڼ په خبره په ملاقات کې دواړو خواوو د سولې پر لارو چارو او اقتصادي راکړې ورکړې ټينګار کړی دی. د نوموړې په خبره هند او امريکا به د ترهګرۍ پروړاندې شريکه مبارزه هم پرمخ بيايي.

پامپیو د تېرې سېشنبې په ورځ هند رښتينی شریک او د هند ارام سمندر د ستراتیژۍ د بریالیتوب لپاره مهم وباله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG