د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی ولسمشر څومره واک لري؟


د باکستان ولسمشر عرف علوي
د باکستان ولسمشر عرف علوي

د اييني مشر په حیث د پاکستان ولسمشر د وزيراعظم په درخواست اسمبلي ماتولی شي، که قامي اسمبلي ماته شي يا خپله اييني موده پوره کړي نو ولسمشر په خپله نګرانۍ کې عام انتخابات کولی شي، څه قسمه قانون چې د لاسليکولو لپاره له پارلمانه صدر ته ورغلی وي نو نوموړی يې د بياکتنې لپاره پارلمان ته واپس لېږلی شي. ولسمشر د سزا يافته مجرمانو د معافولو يا د سزاګانو کمولو اختيار لري. صدر پاکستان د پوځ علامتي سپه سلالار اعلا وي.

له اتلسم ترميمه وروسته ولسمشر د وزيراعظم په مشوره د پوځ د مشرانو د ټاکلو پابند وي. پر دې سربېره د مختلفو رياستونو د مشرانو مېلمستيا هم ولسمشر کوي.

قانون پوهه شهاب الدين خټک وايي که څه هم تر اتلسم اييني ترميم وروسته د صدر اختيارات راکم کړل شوي خو اوس هم ډېر واک لري.

''دا ښه خبره ده چې د اتلسم اييني ترميم په نتيجه کې د صدر ځينې اختيارات وزيراعظم ته او د وفاقي حکومت ځينې اختيارات صوبو ته ورکړل شول ځکه چې مخکې به صدر ډېر طاقتور وو او هر وخت به د قامي اسمبلۍ د ماتېدو خطره وه.''

شهاب الدين خټک وايي د اتلسم اييني ترميم له منظورۍ سره دا يو ښه کار شوی چې صدر پاکستان په خپل سر د قامي اسمبلۍ ماتولو اختيار نه لري. خټک وايي ځکه چې په تير وختونو کې څو وارې ولسمشرانو د غيرجمهوري قوتونو په امر منتخب حکومتونه ختم کړي.

خو بل قانون پوهه نور عالم خان بيا وايي چې په زياتره پرمختللو هېوادونو کې صدارتي نظام دی.

نوموړی وايي د پارلماني نظام حکومت په پرتله په صدارتي نظام حکومت کې درغلي يا کرپشن کم کېږي.

''وزيراعظم د خپل ګوند له غړیو مجبوره وي او په ازاده توګه خپلې پرېکړې نه شي کولی او نه هم د خپل ګوند د هغو غړیو پرضد ګامونه پورته کولی شي چې په درغليو ککړ وي خو صدر بيا دا کمزوري نه لري.''

نور عالم خان وايي دا وخت د پاکستان ولسمشر ډېر کم اختيارات لري او د وزيراعظم له امر پرته هېڅ نه شي کولی خو شهاب الدين خټک وايي اوس چې د يو اييني مشر په حیث د ولسمشر کوم اختيارات دي نو دا د جمهوريت په ګټه دي او بايد هم دومره وي.

XS
SM
MD
LG