د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د وسله والو ډلو مرسته نه کوي


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا د وسله والو ډلو د مرستۍ بیان په ردعمل کې ویلي چې پاکستان ورسره اتفاق نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پر خپل ټویټر کښلي چې پاکستان د وسله والو او پټنځایونو پرضد په لویه کچه عملیات کړي او کامیابۍ یې هم ترلاسه کړي دي.

ډاکټر محمد فیصل دا هم ویلي چې د وسله والو پرضد عملیات په قامي مفاد کې کېږي.

خارجه وزارت ویاند په وینا چې پاکستان له خپلې خاورې ترهګري او سختدریځي ختمولو په اړه ژمن دی.

تر دې وړاندې هم پاکستان بیا بیا ویلي چې د وسله والو پرضد یې کامیاب عملیات کړي او خپله خاوره یې له وسله والو پاکه کړې.

وړمه ورځ د امریکا بهرینو چارو وزیر رېکس ټیلرسن ویلي ول چې پاکستان وسله والو ډلو ته د پټنځایونو اجازه ورکړې.

ده دا هم ویلي ول، ،،امریکا له پاکستان سره د ترهګرۍ په ختمولو کې مرسته کول غواړي خو باید چې پاکستان له حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو بدلولو عمل پیل کړي.،،

د راپورونو ترمخه رېکس ټېلرسن پر پاکستان غږ کړی چې هېواد یې د وسله والو هدف جوړېدلی شي.

له امریکا سره د اړیکو په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دا ورستیو کې ویلي ول چې د دواړو هېوادونو په نظر او خیالاتو کې نه یواځې فرق شته بلکې فاصله هم لري خو د دې واټن راکمولو لپاره دواړه غاړې ناستې کوي.

تېره میاشت د ناټو ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن د وسله والو ډلو کمک د بیان په اړه د یاد وزارت ویاند ښاغلي محمد فیصلویلي ول، داسې خبرې د امریکا نوې پالیسۍ کې هم راغلې وې چې پاکستان پرې خپل اختلاف هم ښودلی وو.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې د جنوبي ایشیا او افغانستان په اړه نوې پالیسۍ اعلانولو پس د کړکېچ ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG