د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیکولسن: طالبان لا هم په پاکستان کې ازاده ګرځي


په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو کومندان جنرال جان نیکولسن.
په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو کومندان جنرال جان نیکولسن.

په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو کومندان جنرال جان نیکولسن وايي، طالبان لا هم په پاکستان کې په ازاده ګرځي او په روغتونونو کې یې علاجونه کېږي.

جنرال جان نیکولسن دا خبرې بېګا له کابله په واشنګټن کې د ویډیو کنفرانس له لارې له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي وویل، په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه نېغ په نېغه له اسلام اباد سره ږغېدلای شي.

ده وویل، د افغان ولسمشر اشرف غني او نوي پاکستاني وزیراعظم عمران خان ترمنځ خبرې پیل شوې دي.

د پاکستان حکومت که څه هم لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وزیر اعظم عمران خان تر بریا وروسته ویلي وو چې د افغانستان په ګډون به له ټولو ګاونډیانو سره به اړیکې ښې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG