د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له خبریالانو غوښتي، دومره زر دې نیوکې نه پیلوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

پراګ ـ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ځينو مشرانو خبريالانو سره په ملاقات کې له هغوی غوښتنه کړې چې پر حکومت دې يې نيوکې نه کوي. خبریالان وايي عمران خان ترې غوښتنه کړې چې د حکومت کارکردګۍ ښودلو لپاره دې لږ تر لږه درې مېاشتې صبر وکړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۳۱مه، په اسلام اباد کې د بېلا بېلو تلویزوني پروګرامونو کوربنو او څیړونکیو ته وویل، په درو میاشتو کې به د ده د حکومت کارکردګي مخې ته راشي.

عمران خان ته پته ده چې څه کول پکار دي، خو دا ورته نه ده معلومه چې څنګه به یې کوي؟
کاشف عباسي

په دې ملاقات کې شامل د یو شخصي تلویزون د یو پروګرام کوربه کاشف عباسي مشال رېډیو ته وویل، عمران خان له انتخاباتو وړاندې خپله ایجنډا ولس ته وړاندې کړې وه خو زما په نظر د هغې د عملي کولو پلان لا هم نه لري:

((د عمران خان نه زما اولنۍ پوښتنه هم دغه وه چې داسې ښکاري چې تاسو د حکومت چلولو لپاره تیار نه وئ، یعنې که تاسو د پولیس او صحت په نظام کې اصلاحات کوئ نو څنګه به یې کوئ؟ یا که اقتصاد ښه کول غواړئ نو د هغې لپاره عملي ګامونه لا هم تاسو نه دي په ډاګه کړي. خو اوس دوی ځینې کاري ډلې جوړې کړي دي چې له دې وروسته به په یوه، دوه یا درېو میاشتو کې د عمل پلان وړاندې کوي. نو زما په خیال عمران خان ته دا پته شته چې څه کول پکار دي، خو غالباً دا ورته لا هم نه ده معلومه چې څنګه به یې کوي؟))

اړونده مطالب:

رسنۍ او فعالان د عمران خان د حکومت لومړۍ ورځې ولې منفي ارزوي؟
د عمران خان لګښتونو کمولو پاليسي څومره ګټه لري؟

کاشف عباسي زیاته کړه، د عمران خان دې خبره کې وزن شته چې نوي حکومت ته دې د خپلو ترجیحاتو او د هغې د ترلاسه کولو لپاره وخت ورکړل شي.

بلخوا له وزیراعظم عمران خان سره په دې ملاقات کې موجود حامد میر چې په یو بل شخصي ټیلي ويژن یو پروګرام هم چلوي وايي:

((د لیدنې پیل په نوې وفاقي کابینه له نیوکو وشو. د عمران خان نه پوښتنه شوه چې په دې کابینه کې یې ځینې داسې خلک اخیستي چې پرې د درغلیو تورونه دي. زما په دې پوښتنه چې په نوې کابینه کې د نواز شریف، آصف زرداري او پرویز مشرف پخواني ملګري شامل دي، نوي کسان ولې نشته؟ عمران خان وویل چې هم په دې خلکو کې به څوک نه څوک خوښوي، خو زیاته یې کړه راتلونکې هفته په کابینه کې نور وزیران هم شاملوي چې پکې به تاسو نوې څیرې ضرور ووینئ. نو زما په نظر تر درو میاشتو د حکومت غلطیانې په ګوته کول پکار دي خو د حکومت د مجموعي کارکردګۍ په اړه رایې قایمول به له درو میاشتو پس مناسب وي.))

عمران خان د خبریالانو نیوکې په صبر او تحمل واورېدې.
حامد میر

​د تحریک انصاف نوی حکومت چې د جوړیدلو یې نزدې دوه اونۍ وخت وشو، په اړه یې په ټولنیزو او رسمي رسنیو تاوده بحثونه روان دي او داسې ښکاري چې د پخوا پرتله اوس په ټولنیزو رسنیو د عمران خان د حکومت د ناقدینو شمېر سېوا شوی دی.د حامد میر په وینا عمران خان د صحافیانو نیوکې ډیرې په صبر او تحمل واوریدې او تمه ده چې په راتلونکیو درو میاشتو کې یې حکومت په خپلو وعدو پوره کولو کې د پام وړ اقدامات وکړي.

په دې کې ځینې وړې وړې او د معمولي نوعیت مسئلې هم تر بحث لاندې راځي چي اکثر څیړونکي پرې بحث کول د وخت زیان بولي خو ځینې څیړونکي بیا وايي، عمران خان له وړاندې د خلکو داسې ذهن سازي کړې چې اوس یې وړې وړې خبرې هم تر بحث لاندې راځي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG