افغان چارواکي وايي، په ننګرهار ولايت کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې پینځه سرحدي پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د ننګرهار ولايت د والي وياند عطا الله خوګياني د اګست پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې د ماين چاودنې پېښه د اچين ولسوالۍ په مومند دره کې د اګست پر ۳۰مه رامنځ ته شوی.
د برید ذمه واري د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش منلې ده.